ورزش

محمدظاهر اغبر د تکواندو فدراسيون له مسوولينوسره وکتل.

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ١٥ :
د اولمپيک دملي کميټې رييس نن د تکواندو فدراسيون له مسوولينو سره د اولمپيک د ملي کميټې په مقر کې وکتل.
باختراژانس ته د المپيک دملي کميټې د خپرونو دفتر دمعلوماتوله مخې:
په دې کتنه کې د اولمپيک د ملي کميټې رييس د راتلوونکې کال تصميمونه او پاليسۍ دغومسوولينو ته ابلاغ کړي.
د اولمپيک دملي کميټې رييس په دې کتنه کې دحکومت دپاليسوله مخې: دځينو موادو د بيانولو په ترڅ کې دکابل په بادام باغ کې د المپيک او فدراسيونونو ته د دفتر دجوړولو خبرورکړ او څرگنده يې کړه: په قانون بې خبرى او د قانون پرخلاف عمل جرم بلل کيږي.
ده له مسوولينو څخه وغوښتل چې ځان دحکمت او د ورزش د ادارې له مقرراتو اوپاليسو سره عيارکړي؛ ځکه د اصولوپرخلاف عمل کولاى شي په اداره کې بې نظمي او ګډوډي رامنځته کړي.
په دې کتنه کې دغه راز د المپيک دملي کميټې رييس د هغوى پيشنهادونه ، انتقادونه او د لارې پرسر پراته چلنجونه واوريدل او د هغو د لرې کولو په لاره کې يې لارښوونې وکړې.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته