نړۍ

دفرانسې جمهور رييس : زموږ موخه دداعش دډلې له منځه وړل دي .

پاريس  باختر د لړم شپږ ويشتمه :
  دفرانسې  جمهور رييس فرانسوا اولاند  وويل چې دچارشنبې تر ورځې پورې يوه لايحه ددغه هيواد پارلمان ته ليږي چې دهغې له مخې په فرانسه کې بيړنى حالت تر دريو مياشتو پورې تمديد شي .
باختراژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ: اولاند چې پرون يې دفرانسې  داستازو او دسنا دمجلسونو په ګډه غونډه کې وينا کوله وويل: ښايي دتروريزم پرخلاف دجګړې لپاره ددغه هيواد داساسي قانون اصلاح کول لازم وي .
ده په دې وينا کې  وويل چې فرانسه دداعش دډلې په له منځه  وړلو ژمنه ده او زياته يې کړه چې  په عراق  او سوريه کې ددغې ډلې پرخلاف پوځي عملياتو ته به زور ورکړى شي
اولاند وويل:  حکومت بايد وکولاى شي هيواد ته دهغو دوو تابعيتونو  لرونکو کسانو دستنيدو چې کولاى شي عمومي امنيت وګواښوي مخه ونيسي .
اولاند دغه راز وويل: داساسي قانون  اصلاح بايد حکومت ته ددې امکان ورکړي هغه بهرنيان چې امنيتي  ګواښ بلل کيږي ډير ژر وباسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته