کابل/د تلي ٨مه /باختر
د اسلامي امارت لومړنۍ ډله روزل شوي پوځيان د زده کړې له لنډ مهالې دورې وروسته د امنيتي بنسټونوپه ليکوکې وګومارل شول.
د بغلان د اطلاعاتواوفرهنګ رييس مولوي مصطفي هاشمي باختراژانس ته وويل: دغه پوځيان چې شمېر يې٢٥٠ تنو ته رسېږي په ملي اردو ، ملي امنيت او په ځانګړې قطعې پورې مربوط دي چې د محمدي په اکادمۍ کې د لنډ مهالې زده کړې وروسته فارغ شول. د بغلان د اطلاعاتواو فرهنګ رييس وويل چې مسلکي اود زده کړې خاوند کسان د جګړې په ډگرونو او په نظام کې د سترو برياليتوبونو سبب کېږي.
هغه د نظام په نظم اودسپلين کې د دغو کسانو فراغت او ګومارنه مهم اواساسي وبلل .
ختم- ج- ا