امنیت

اوولس تنه تروريست طالبان په غزني ولايت کې ووژل شول

کابل- باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٠
اوولس تنه وسله وال طالبان تېره شپه په غزني ولايت کې دملي اردو د ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس خبر ورکړ: د ملي اردو د ځواکونو د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ١٧ تنه وسله وال ډار اچوونکي طالبان ووژل شول او ٦ تنه نور طالبان ټپيان شول.
په دغو عملياتوکې د دښمن دوه توغندي ويشتوونکي، دوه پيکا، درې کلاشنکوفونه ، يوه ايکم مخابره ، يوه اندازه پوځي تجهيزات او دوه موټر سايکلونه ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته