کابل باختر د غبرګولي څليرويشتمه :
يو غير مسوول وسله وال قوماندان دغور ولايت د تولک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دسيمې يو اوسيدونکى په ډزو سره وواژه .
دغور ولايت وياند عبدالحي خطيبي دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه پرون مازيګر دتولک ولسوالۍ دعقاب خانه په کلي کې هغه وخت رامنځته شوه چې دسيمې دوه تنه اوسيدونکي د شپږ سوه پسونو په پيولو بوخت وو چې دغير مسوول وسله وال قوماندان له افرادو سره له لفظي ناندرو وروسته ونښتل .
دخبرځاى د څرګندونو له مخې په دې پيښه کې دسيمې يوتن اوسيدونکى دغير مسوولو وسله والو افرادو له خوا په ډزو سره ووژل شو . اوبل تن يې له پسونوسره ددغو وسله والو کسانو له خوا يوړل شول .
خبرځاى زياته کړه تراوسه پورې ددويم تن دبرخليک په باب چې دپسونو ساتوونکي و خبر نه دى ترلاسه شوى .
9 1 دقیقه لوستل