ټولنه

په فارياب کې پر سيلاو ځپلو د مرستو وېش

کابل باختر د وري ٢٥مه
په مزارشريف کې د ترکيې (تيکا) دفتر د فارياب ولايت د ميمنې په ښار کې د وروستيو سيلاوونو د راوتلو  له امله له زيانمنو شويو کورنيو سره مرسته وکړه.
دباختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې: دغه دفتر له هغو ٩٨٠ کورنيو سره چې د فارياب ولايت د پښتون کوټ او خواجه سبز پوش په ولسواليوکې د سيلاوونو د راوتلو له امله زيانمن شوې او له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه بې ځايه شوې دي؛ د خوراکي توکو او نورو اړينو لوازمو مرسته وکړه.
د فارياب والي نقيب الله فايق وويل چې دغه بنسټ د پښتون کوټ او خواجه سبز پوش له ولسواليو څخه له هغو سلګونو کورنيو سره چې د ميمنې  ښار ته يې کډه کړې ده؛ خوراکي توکي او لګښتي مالونه وويشل او ژمنه يې وکړه چې په راتلوونکي کې هم د سيلاوونو د راوتلو له امله له زيانمنو شويو کورنيو سره مرسته کوي .
خهتم_  عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته