امنیت

د داعش يو قوماندان په غورکې افغان ځواکونو ته تسليم شو

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٥ :
د داعش د ډلې يو سرګروپ ملاسعديار د فيروزکوه ښار په  شمال کې پرون امنيتي ځواکونو ته تسليم شو.
مولوي سعديارچې د فيروز کوه په شمال کې په زياتو دولتي ضدفعاليتونوکې  ونډه درلوده ؛ ويل کيږي د رخشانې د سنګسارولو، د هېواد په امنيتي پوستو د تروريستي بريدونو، د امنيتي سرتيرو د محاکمې، د دولتي نقليه وسايطو د ويجاړولو او د فيروز کوه ښار په کاسي کلي کې  د٢٣ تنو بېګناه بزګرانو د وژنې اصلي عامل  دى.
د غور دوالي وياند عبدالحى خطيبي ددغه  خبر په تائيدولوسره باختر آژانس  ته وويل: د داعش د ډلې دغه جګپوړى غړى تېره شپه وروسته له هغه چې د اپنډکس په ناروغۍ  اخته شو؛ ځان يې امنيتي ځواکونو ته تسليم کړ.
د غور په ولايتي روغتون کې ډاکتران  وايي چې سعديار تر درملنې لاندې دى .
دغه راز د غور ولايت امنيه قوماندان جنرال مصطفى محسني د داعش دډلې    د دغه  جګپوړي غړي تسليميدل تائيد کړل؛ خو نور جزئيات يې ورنه کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته