امنیت

د کورنيو چارو وزارت وياند: د مخالفينو تحرکات کم شوي دي

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٤
دکورنيو چارو وزارت وياند وايي چې په وروستيو ورځو کې د وسله والو مخالفينو تحرکات کم شوي دي او د عمل نوښت د پوليسو او د هيواد د نورو امنيتي ځواکونو په لاس کې دى .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي چې نن يې په کابل کې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې؛ ټينګار وکړ چې د هيواد په نا آرامو سيموکې بد امني کمه شوې ده او د وسله والو مخالفينو تحرکاتو کمښت موندلى دى .
ده په مشخصه توګه د هلمند ، بدخشان، فارياب ، پکتيکا او د کندز ولايتونو ته اشاره وکړه چې تر څو مودې مخکې پورې دغه ولايتونه نا امن بلل کيدل  خو اوس په دغو ولايتونو کې د نا امنۍ کچه ټيته شوې ده .
دکورنيو چارو وزارت د ويانددڅرګندونو له مخې: په دغو ولايتونوکې ٣٨ چاڼيز عمليات ترسره شوي دي چې له امله يې ١٦٠ تنه وسله وال مخالفين ځپل شوي دي او ٣٥ تنه نور تروريست طالبان نيول شوي دي .
ده وويل چې د پوليسو تمرکز د هلمند په سنګين ولسوالۍ او د بدخشان او کندز د ولايتونو په ځينو سيمو زيات دى او د وسله والو مخالفينو تحرکات تر نظر لاندې دي.
صديقي د خپلو خبرو په دوام وويل: هغه ستونزې چې تر څه مودې مخکې پورې په بدخشان او فارياب کې وې؛ اوس نشته او په دغو دوو ولايتونوکې حالات ترکنترول لاندې دي .
ده د طالبانو او د نورو تروريستي کړيو د ورانکارو پروګرامونو په اړوند وويل: وسله وال مخالفين په هر ژمى کې پاکستان ته ځي او وروسته په نويو امکاناتو سره راستنيږي.
له هغوى سره د مقابلې لپاره تياريو او د وسله والو مخالفينو له دوبينيو پروګرامونو سره د مقابلې په مقصد سر له اوسه پروګرامونه جوړ شوي دي.
دکورنيو چارو وزارت وياند دغه راز په نويو وسلو او امکاناتو سره د پوليسو د سمبالولو يادونه وکړه او ويې ويل چې نړيوالو دوستانو نوې وسلې او امکانات د پوليسو په واک کې ورکړي دي چې درنده وسله، اتوماته وسله او زغروال وسايط چې کيداى شي له هغو څخه په سختو سيموکې کار واخستل شي؛ د هغې نوې وسلې يوه برخه ده چې ملي پوليس به په هغو سمبال شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته