ټولنه

په کندز کې سلګونو اړو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د سلواغې ۱٦ مه / باختر
د ملک بن سلمان خیریه بنسټ د جمعیت افغاني سرې میاشتې په همکارۍ پرون د دویم ځل لپاره په کندز کې ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
د ملک بن سلمان خیریه بنسټ استازي عبدالقادرهودخېل باختر آژانس ته وویل چې په دې مرستو کې ۴ بورۍ ۲۰ کیلویي اوړه، ۲ کمپلې، وریجې، بوره، مالګه، او ژمنۍ جامې شاملې دي.
هغه زیاته کړه ټاکل شوې ده چې د ملک بن سلمان خیریه بنسټ په ټول هېواد کې ۴۰۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته وکړي.
په همدې حال کې دوه تنه چې د ملک بن سلمان له خیریه بنسټ له مرستو څخه برخه من شوي دي له یاد بنسټ څخه یې مننه وکړه او له نورو خیریه موسسو څخه یې و غوښتل چې له اړمنو کورنیو سره مرسته وکړي.
ج/ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته