سیاست

جمهور رئیس غني د افغانستان او پاکستان لپاره د فدراتیفې روسیې له ځانګړي استازي سره وکتل

کابل_باختر_ د کب د مياشتې٢٠مه:
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د فدراتیفې روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په ارګ کې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او فدراتیفې روسیې ترمنځ د همکاریو او د یو شمېر سیمه يیزو مسئلو په باب بحث او خبرې وکړې.
جمهور رئیس غني د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو پراختیا ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې زموږ بهرنی سیاست د متقابل احترام او همکارۍ پر بنسټ ولاړ سیاست دی چې د همدغه فعال سیاست له مخې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې د پخوا په پرتله پراخې شوې دي او لا به نورې هم پراخې شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني له ګاونډیو هېوادونو سره د همکاریو په پراختیا باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې افغانستان د ښه ګاونډیتوب د اصل له مخې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره خپلې همکارۍ پراخې کړې دي او په دغو همکاریوکې به لا نور پرمختګ هم  راشي.
د افغانستان جمهور رئیس څرګنده کړه چې سیمه د ترهګرۍ له نوي خطر سره مخامخه ده چې د دغه خطر د مخنیوي لپاره د سیمې او نړۍ په کچه د تروریزم پرخلاف ګډې او قوي مبارزې ته اړتیا ده.
د افغانستان او پاکستان لپاره د فدراتیفې روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له افغانستان سره په بېلابېلو برخوکې د خپل هېواد د همکاریو ډاډ څرګند کړ، ويې ویل چې د فدراتیفې روسیې خصوصي پانګه وال علاقه لري چې د ترانسپورت او کور جوړولو په برخوکې په افغانستان کې خپله پانګونه بنسټیزه کړي.
ده وویل چې روسي پانګه وال هیله لري چې د افغانستان د دولت له خوا ورته په دغه هېواد کې د پانګې اچونې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني په افغانستان کې د بهرنیو پانګه والو، په ځانګړې توګه د روسي پانګه والو د پانګې اچونې لپاره د افغانستان د حکومت چمتو والی څرګند کړ او ډاډ یې ورکړ چې په افغانستان کې د پانګې اچونې لپاره ښه شرایط برابر او لازمې آسانتیاوې موجودې دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته