امنیت

د هوايي بريدونوله امله څوارلس تنه داعشيان او څلور تنه بهرنيان ووژل شول

کابل باختر د چنګاښ شلمه :
څلور تنه بهرني اتباع او څوارلس تنه داعشيان  په ننګرهار ولايت کې ووژل شول .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول سمونوال حضرت حسين مشرقيوال دباخترآژانس خبريال ته وويل: دکوټ ولسوالۍ د لاغر جوى په ساحه او د اچين ولسوالۍ د مومند درې په سيمه کې تېره شپه د دوى په پټنځي  د ناتو دځواکونو دبې پيلوټه الوتکو دهوايي بريدونوپه بهيرکې د داعش دډلې څوارلس تنه غړي او څلور تنه بهرني اتباع ووژل شول .
خبرځاى وويل: په دغو بريدونوکې د وسله والو طالبانو يوه داشکه هم ويجاړه شوې ده، خو ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته د سر زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته