
کابل باختر دزمري اووه ويشتمه :
په پنجشير ولايت کې نن له درې سوه تنو نجونو اوهلکانو څخه دشموليت ازموينه واخستل شوه چې شپيته تنه يې دپوهنې رياست دکمبود په بسـتونو کې جذبيږي .
دپنجشير ولايت دبشري منابعو رييس احمد ضمير مجاهد دباختراژانس خبريال ته وويل : دپنجشير ولايت داستخدام کميټې دپوهنې رياست دشپيتو کمبودو بستونو د ډکولو په خاطر نن ازموينه واخسته .
ده زياته کړه په دې ازموينه کې په شفافيت باندې ټينګار وشو او نجونو ته دلومړيتوب حق ورکول کيږي .
دپنجشير ولايت دپوهنې رييس عتيق الله کريم چې دازموينې په پيل کې يې خبرې کولې وويل: ځواکمنتيا ، پوهه ، زده کړه او درايت دده په اداره کې دکاميابي او جذب معيار دى .