کابل باختر د ليندۍ اتلسمه :
دداعش دډلې يوولس تنه غړي په ننګرهار ولايت کې دهوايي بريد له امله ووژل شول .
په دغو تروريستانو پرون ناوخته دخوږياڼيو په ولسوالۍ کې بريد وشو .
دافغاستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې هوايي بريد کې دداعش دډلې ١١ تنه غړي ووژل شول .
ده وويل: دغه تروريستان په تروريستي فعاليتونو بوخت و چې هوايي بريد پرې وشو .
ويل کيږي چې په دې هوايي بريد کې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
1 د یوې دقیقې څخه لږ