امنیت

په فارياب کې دوګړنى پاڅون يو قوماندان دخپلو افرادو په ګډون له طالبانو سره يوځاى شو .

کابل باختر دچنګاښ څوارلسمه :
دوګړنى پاڅون  دځواکونو يوقوماندان تيره شپه دخپلو پنځلسو تنو افرادو په ګډون دفارياب ولايت په خواجه  سبز پوش  ولسوالۍ کې  دوسله والو طالبانو  دډلې سره يوځاى شو .
   دخواجه سبزپوش  ولسوالۍ سرپرست عبدالله معصومي باختراژانس ته وويل  چې دوګړني پاڅون يوقوماندان  ګل احمد دخپلو افرادو په ګډون   دخواجه سبز پوش ولسوالۍ په قزلقشلاق  کلي کې له اتلسو ميلو وسلو سره له وسله والو طالبانو سره يوځاى شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته