ورزش

مبارز له خپل روسي سيال سره دمخامخ کيدو لپاره چمتو کيږي .

کابل باختر د وري يوويشتمه :
دازادې    دمبارزې اتل باز محمد مبارز  پرون تايلند ته روان شو .
  ددغه ورزشکار  دسفر موخه په تايلند کې په يوه تمريني پروګرام کې ګډون دى .
دبدني روزنې او سپورت رياست  داطلاعاتو او عامه  پوهاوي آمر عارف پيمان نن دباختراژانس خبريال ته وويل بازمحمد  مبارز  په دغه  تمريني  پروګرام کې شل ورځې تمريني لوبې ترسره کوي چې د ٢٠١٦ کال  دمې دمياشتې  په  سيالۍ کې له خپل روسي سيال سره دمخامخ کيدو لپاره بشپړ تيارى ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته