سیاست

دپکتيکا خلکو له امريکا سره دامنيتي تړون دلاسليک کولو لپاره د جمهور رييس دشرطونو ملاتړ وکړ.

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١٣
دپکتيکا ولايت په سلګونو تنو اوسيدونکو ديو لاريون په ترڅ کې له امريکا سره دامنيتي تړون دلاسليک کولو لپاره دجمهور رييس کرزي له شرطونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
لاريون کوونکو له قيد او شرط  پرته ددغه تړون لاسليک کول د افغانستان دراتلوونکي  لپاره خطرناک وبلل او دهغو کسانو په وړاندې يې چې ډير ژر ددغه تړون دبشپړولو غوښتنه کوي غبرګون وښوده .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي په دې وروستيو وختو کې اعلام وکړ چې له امريکا سره امنيتي تړون دجمهوري رياست له انتخاباتو وروسته  يواځې په هغه صورت کې لاسليک کيږ  چې واشنګتن دکابل شرطونو ته مثبت ځواب ووايي.
په افغانستان کې دامنيت دتامينولو ، دخپل سرو پوځي عملياتو دبندولو ، دکورونو دپلټنې دمخنيوي او دهيواد دبنسټونو داحيا کولو دبهير دګړنديتوب تضمين دجمهور رييس کرزي له شرطونو څخه بلل شوي دي .
لاريون کوونکو دشعارونو په ورکولو سره وويل ، چې له امريکا سره امنيتي تړون بايد دافغانانو دغوښتنو دمنلو په صورت کې لاسليک شي.
يو تن لاريون کوونکى عبدالتواب باختر آژانس ته وويل  : چې دوي  له امريکا سره دامنيتي تړون د لاسليک لپاره دجمهور رييس کرزي دشرطونو ملاتړ کوي .
ده وويل :  امريکا بايد په خپل سره دکورونو لټول ، دشپې له خوا خپل سري عمليات بند کړي ، دافغانستان دپولو ملاتړ وکړي ، دبيارغونې ملاتړ وکړي او دافغانانو دفرهنګ درناوى وکړي.
په دې مظاهرو کې دپکتيکا ولايت عالمانو ، قومي مشرانو ، د پوهنتون محصلينو او استادانو دمدني ټولنې غړو او خلکو ګډون کړي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته