کابل باختر د ثور ١٢:
٦٩ تنه داعشيان دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ويلي دي، په تيرو څلورويشتوساعتو کې ملي ، دفاعي او امنيتي ځواکونو دهېواد په بيلابيلو سيمو کې د ډار اچوونکو دځپلو په موخه ګډ چاڼيز او يرغليز عمليات ترسره کړل چې له امله يې د ٢٣ تنو داعشيانو او دحقاني دډلې ديو تن غړي په ګډون ٦٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول ، ٢٦ تنه ټپيان او دوه تنه نور هم له تروريستي ډلې سره دهمکارۍ په تور ونيول شول .
دغه عمليات دتوپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ دننګرهار ، کاپيسا ، پکتيا ، خوست ، قندهار ، روزګان ، بادغيس ، بلخ ، کندز ، فارياب ، سرپل ، بغلان ، تخار ، بدخشان او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شوي وو .
1 1 دقیقه لوستل