امنیت

په پکتیا کې ۱۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

ګردیز باختر د غويي د میاشتې ۱۸ مه
د پکتیا ولایت د سید کرم او زرمت ولسواليو په مربوطاتو کې ۱۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، پنځه تنه ټپيان شوي او دولس تنه نور یې نیول شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان تېره شپه د افغان ځانګړو ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو او د بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند سردار والي تبسم د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته ویلي چې په ترسره شویو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
د یو بل خبر له مخې، د پکتیا د مرکز ګردیز په زاهو سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې چې پرمهال یې افغان ځواکونو له وسله والو طالبانو څخه یو کرولا ډوله موټر ترلاسه کړی دی.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته