نړۍ

له داعش سره د يوشمېرچينايانو د پيوستون له امله ددغه هيواد ديوه مقام انديښنه

کابل- باختر د کب دمياشتې ٢٠
دچين دکمونيست ګوند يو مقام وايي: يو شمېر بنسټپال چينايان د داعش له تروريستي ډلې سره يوځاى شوي دي .
د چين په لويديځ کې د سين کيانګ ايالت د کمونيست ګوند رييس ويلي دي: هغه پوځي مليشې چې د ختيځ ترکستان په نامه په سين کيانګ کې د خپلواک هيواد د جوړولو غوښتوونکي دي او د افغانستان – پاکستان په نا آرامو سرحدي سيموکې په پټو فعاليتونو بوخت دي؛ يو شمېر يې عراق او سوريې ته پټ سفرونه کړي دي چې دا کار زموږ د انديښڼې سبب دى.
د سين کيانګ ايالت د کمونيست ګوند رييس ژانګ چونشيان د دغه ايالت د پارلمان د کلنۍ غونډې ترڅنګ ويلي دي: زه عقيده لرم چې سين کيانګ داسې بنسټپال لري چې له داعش سره يوځاى شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا دولت او د بشر د حقوقو ډلو په دې سيمه کې د هغو تروريستي پيښو په باب چې په تيرو دوو کلونوکې په سلګونو تنه يې وژلي دي ، زيات توضيحات ورکړي .
د يادونې وړ ده چې په سين کيانګ ايالت کې يو شمېر افراطي مسلمانانو د دغه هيواد له دولت سره د مقابلې لپاره دپاکستان په قبايلي سيموکې ځايونه نيولي دي او د القاعده په شان له نورو افراطي ډلو سره همکاري لري. خو اوس داسې نښې نښانې شته چې د سين کيانګ بنسټپال له داعش سره يوځاى شوي دي .
څه موده مخکې داعشيانو درې تنه چينايان چې غوښتل يې له داعش سره جلا شي او د دوى له تر ادارې لاندې سيمو څخه سوريې او عراق ته وتښتي؛ اعدام کړل.
دغه راز داسې نښې نښانې شته چې د داعشيانو پښه افغانستان ته هم رسيدلې ده او د زابل ، سرپل، فراه او د هلمند په ولايتونوکې د دغې ډلې د فعاليتونو نښې نښانې تر سترګو شوې دي.
خو افغان مقاماتو په خپل هيوادکې د داعش شتون رد کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته