فرهنګ

د ناوړو دودونو او رواجونو تمثيل او ټولنيزې ستونزې

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٣
د ميدان وردګو ولايت نن د هنرمندانو له خوا د تمثيلي پارچو د ښودلو ډګر و.
په دغو نمايشناموکې هنرمندو ځوانانو ناوړه دودونه او رواجونه او نور ټولنيز او اقتصادي چلنجونه په ډاګه کړل .
په يوه نمايشنامه کې د يوه ځوان وزګارتيا انځور شوې وه چې له اقتصادي، بې وزلى او تنګسيا سره سره خسرګنې يې د ده دواده لپاره ملا ماتوونکي باجونه ږدي.
په دغو مراسموکې يو برخه وال هنرمند فيض الله د باختر آژانس خبريال ته وويل چې له دې امله چې په خپل هنر سره د خلکو يوه برخه ستونزې او چلنجونه په ډاګه کوي؛ خوښ دى .
د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ مختار له هنرمندانو څخه مننه وکړه او ويې ويل چې تاسې په خپلو هنري نمايشاتو سره فرهنګ ته خدمت کوئ او د ناوړو دودونو او رواجونو پرخلاف مبارزه کوئ.
له هنري نمايشاتو وروسته د شاعرۍ غونډه جوړه شوه او شاعرانو خپل شعرونه چې زياتره يې د سولې او ګډ ژوندانه په باره کې برابرکړي و؛ ولوستل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته