سیاست

د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړ شول

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې٢ مه
د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلميار په مشرۍ د يادې جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د اداري اصلاحاتو د خپلواک کمیسیون او د بریښنايی تذکرو د ویش رئیسانو د بریښنايي تذکرو د ویش د کارکوونو د استخدام د آزموینی د بهیر د څرنګوالې په اړه د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: 
دغونډې په پیل کې فضل هادی مسلم یار دیوې خبرې رسنۍ دیوه خبرڅخه خواشینې څرګنده کړه چې په هغې کې دمشرانوجرګې دپخواني رئیس حضرت صبغت الله مجددی په اړه ویل شوي وو چې نوموړی  خپلې میاشتینۍ تنخواوې ترلاسه کوي؛ خوپه غونډوکي ګډون نه کوي او زیاته یې کړه چی پروفیسورحضرت صبغت الله مجددی جهادي رهبر، دافغانستان داسلامی دولت لومړنی جمهوررئیس او روحاني شخصیت چی دمجلس غړیتوب هم لري، دناروغۍ له امله نشي کولای چی غونډوته حاضرشی او پخپله حضرت مجددي شاوخوا یوولس ځلې يي خپله استعفا دهیواد جمهوررییس اومشرانوجرګې ته استولې ده؛خودجمهوررئیس لخوا نده منل شوې.
فضل هادی مسلم یار وویل: زه دمشرانو جرګې په استازولې پدې وروستیوکې دپروفیسور مجددی پوښتنې ته ورغلم اوجناب حضرت صاحب راڅخه وغوښتل، چی تنخواه یې حواله نشي اوهم یو ځل بیا دخپلې استعفا غوښتونکی و.
دمشرانوجرګي رییس څرګنده کړه چي دپروفیسورحضرت صبغت الله مجددی غړیتوب په مجلس کې خوندي دي، خو دخپلې غوښتنې له مخې به يي  دروان کال دغبرګولي له لومړۍ نیټې وروسته میاشتنۍ معاش نه حواله کیږي.
په غونډه کي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونود خپلواک کمیسیون له رئیس نادر نادري او دبریښنايي تذکرو دویش له رئیس همایون محتاط څخه په داسي حال کي چي په پارلماني چارو کي د دولت وزیرډاکټرغلام فاروق وردک هم ګډون درلود؛مولوی غلام محی الدین منصف اونوروسناتورانو دبریښنايی تذکرو دویش د ګمارلوپه ازموینه کي په پښتو ژبه دسوالونو دنه شتون، دکارکونکودګمارني په ډول چي په وروستۍ ازموینه کي بریالي کسان دکوموولایتونو لپاره استخدام شوي،بودجي،دبریښنايي تذکرود ویش د نیټي او کډوالو ته دتذکري دورکړي دڅرنګوالی او یولړ نورو اړوندو مواردوپه اړه  پوښتنی مطرح کړي.
ورپسي نادر نادری،دالکترونیکي تذکري دویش دکارکونکودګمارنې په ازموینه کي په پښتو ژبه د پوښتنونه شتون،یوه  تیروتنه وبلله اوزیاته يي کړه چي دجمهور رئیس دلارښونې له مخي دا ازموینه دی دموظفوارګانونوله لوري د دریو اونیو په ترځ کي واخیستل شي،چي موږ د وخت دکمۍ له امله ونشو کولای چي ددي ازمويني پوښتنې په دواړو رسمي ژبو تیاري کړواو په دي اړوند يي بښنه وغوښته،ډاډ يي ورکړ چي په راتلونکو ازموینوکي به دي حساسي موضوع ته ټینګه پاملرنه وکړي .
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونود خپلواک کمیسیون رئیس دخپلو څرګندونو په ترځ کي زیاته کړه چي د کابل ولایت 492بستونو ته دسیالۍ له پاره پنځه ویشت زروکسانو په ازموینه کې دګډون غوښتنلیکونه لیږلي وو،چي دبایو متریک له پروسي وروسته شپږزره پنځه سوه تنو پرته له زابل ولایت څخه دهیواد د دری دیرشو ولایتونو اوسیدونکو ګډون کړی،سوالونه د معلوماتي تکنالوژی،عمومي معلوماتواو بهرنۍ ژبې په برخوکی د هیواد دبیلابیلو پوهنتونونو داستادانوله خوا تیارشوي ووچي پایلې يي د کانکور دازمینو د تخنیکي وسیلو له لاري مشخص شوي اوپه نمري ورکولو کي په فزیکي ډول هیچا واک نه درلود .
همدارازنادر نادري وویل چی اخستل شوې آزموینه يوازې دپلازمینې کابل پورې اړونډه وه اوپه راتلونکي پړاونوکې به ولایتي کارکوونکي دنوروولایتونولپاره وګمارل شي اوهم دسیستم دپیاوړي کیدولپاره کار روان دی چې بیا داسې کومه تېروتنه تکرارنشي،نوموړي اداري اصلاحات په هیوادکې دسولې اوټیکاو اساسي لامل وبلل اوددي اصل  دپلي کیدو اوعدالت دتامین په اړه یې دکمیسیون د ژمنو یادونه وکړه،په همدي توګه څرګنده يي کړه اوسمهال لس کاري ټیمونه ولایتونوته استول شوي چې دکمیسیون د ولایتی دفترونو دموثریت اوکاري څرنګوالي په اړه دسیمه ایزو  چارواکو،دیني عالمانو اومدني ټولنو دفعالینو وړاندیزونه اونظریې راټولې اودکمیسیون په پنځه کلنې استراتیژۍ کې ورته ځاي ورکړي او هم يي دروان کال ترپایه پوري په ولایتونو پورې داړونددشپږزره تشو بستونودسیالۍ داعلان او ګمارلوخبرورکړ.
په غونډه کي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونود خپلواک کمیسیون رئیس دیوه نوملړپه لوستلوسره چی دولایتونوپه اساس یې په آزموینه کې دبریالیوکسانوشمیرپه ډاګه کاوه؛وویل چي ددي ازموینې  له مخې دکابل ولایت دزیات شمیربریالیو په درلودو سره لومړی اوغزني دوهم ځای لری؛خود فراه، بادغیس اونیمروزله ولایتونوڅخه یویوتن دي بریا ته لاره موندلې اوڅرګنده يی کړه چي له زابل ولایت څخه هیچاهم ددي ازموینې دګډون لپاره غوښتنلیک نه ولیږلی .
ورپسې دبریښنایي پیژندپاڼو دویش رئیس همایون محتاط  د یادې ادارې دکارکوونکو دګمارلواو دبریښنایي پیژندپاڼو دویش دڅرنګوالي په اړه وویل ددي بهیر پر وړاندې  حقوقي او سیاسي  ستونزې حل شوي او داړوندو ادارو په همکارۍ اړین چمتوالی نیول شوی دی چې د مهال ویش سره سم به د روان کال زمري دمیاشتې په وروستيوکه به  یې د ویش چارې پیل شي  .
ده وویل په دي بهیر کي به خلک له نژدې مرکزونو څخه پیژنډپاڼې ترلاسه کړي اوزیاته يي کړه چي دبریښنایي پیژندپاڼو دویش بهیر ملي پروسه ده او باید په دقت سره مخ ته یوړل شي او دغه اداره  دټاکنو دخپلواک کمېسیون سره هم همغږي لري چې په په ټاکنو کي د همدي ادارې له پرمختللې ټنګالوژۍ څخه ګټه پورته کړي.
همایون محتاط وویل یوشمېر کارکوونکي چې وړاندې په تخنیکي برخو کې ګمارل شوي وو ځېنې به یې دبیاځلي ارزیابۍ وروسته وټاکل شي او زیاته يي کړه چې په دې وروستیو کې یې د بهرنیو چارو او کډوالوچاروله وزارتونو سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړی چې له مخې به یې اوسنۍ پیژندپاڼې له هېواده بهرافغانانو ته په ځانګړي توګه په خلیجي هېوادونو، ایران او پاکستان کې  وویشل شي چې تراوسه په عربي هیوادونو کي پر زرګونو استوګن هیوادوالودا تذکري ویشل شوي او دا لړۍ دوام لري.
په پای کي دمسولینوتوضیحات دمجلس دداکثریت غړو دقناعت وړوګرځیدل اود غونډی رئیس او غړویو یوځل بیا ټینګاروکړچی په داسې ملی پروسواو بهیرونوکې درسمي ژبوانډول،دبیطرفۍ اصل،دعدالت پلي کول اودروڼوالي لپاره دې داړونده اداروله خوا اړین ګامونه واخستل شی،همدارازپه کلکه غوښتنه وشوه چې بایدله دې څخه زیات هیواد وال په تمه پریښودل نه شي اودکاري پلان سره سم  دې دبریښنايي پیژندپاڼو دویش بهیرپیل  شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته