امنیت

وسله والو طالبانو په فارياب ولايت کې دوه تنه پوليسان شهيدان کړل

کابل باختر د تلي اووه ويشتمه :
دوه تنه سرحدي پوليسان د فارياب ولايت د پشتون کوټ په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په کمين کې شهيدان شول .
په دغو دوو تنوسرتيرو چې په موټرسايکل سپاره وو؛ د دغې ولسوالۍ د زرده کوتل په سيمه کې د طالبانو له خوا بريد وشو.
د فارياب ولايت د پشتون کوټ ولسوال عبدالله قادري د باخترآژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو د کمين په نيولو سره دغو دوو تنو سرحدي  پوليسانو د دغې ولسوالۍ د زرده کوتل په سيمه کې د امنيتي دندو په بهيرکې شهيدان کړل.
ده وويل چې وسله والو طالبانو د دغو دوو تنو سرتيرو دوه موټرسايکلونه او دوه ميله وسلې هم له ځان سره وړې دي.
تيره اوونۍ هم وسله والوطالبانو په سرپل ولايت کې د کمين په نيولو سره د اردو ١٤ تنه سرتيري شهيدان کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته