سیاست

احمد ضيا مسعود: تر يوې اوونۍ پورې د ښار د ويالو د اوبو د کنترول پروګرام جوړ شي

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٣
د ښاري اصلاحاتو او پراختيا د عالي کميسيون غونډه نن د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس د فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود په مشرۍ جوړه شوه .
د جمهور رييس د فوق العاده استازي مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د ښاري اصلاحاتو او پراختيا د عالي کميسيون غړو د کابل ښار د واټونو د غاړو د ويالو د اوبو او کثافاتو د کنترول د څرنګوالي په باب خبرې وکړې.
لومړى د جمهور رييس فوق العاده استازي د ښار د واټونو د غاړو د اوبو نه کنترول له انديښنې ډک وباله او ويې ويل چې د ژمې او د واورې او باران د اورښت د فصل په رانږدې کيدو سره ښاري ستونزې مخ په زياتوالى دى او د کابل ښاروالۍ مسوولين بايد د کابل ښاريانو د ستونزو او چلنجونو دلرې کولو لپاره جدي پاملرنه وکړي .
د جمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود د کابل ښاروالۍ مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې تر يوې اوونۍ پورې دې د ښار د ويالو د اوبو د کنترولولو پروګرام جوړکړي او سړکونو ته د اوبو د مخنيوي لپاره دې د ښاري اصلاحاتو او پراختيا د عالي کميسيون غړې ادارې لازم اقدامات ترسره کړي .
په دې غونډه کې دغه راز د کابل ښار د نويو جوړو شويو ښارګوټو د کثافاتو د تشولو او تصفيې په باب پريکړه وشوه چې تر راتلوونکې اوونۍ پورې دې دکابل ښار د دوه ويشت ګونو ناحيو رييسان د ښارګوټو له مسوولينو سره يو ځاى دجمهور رييس دفوق العاده استازي احمد ضيا مسعود کاري دفتر ته ورشي او دښاري اصولو په رعايتولو سره دې په ښارکې د استوګن په عصري ستندردونو سره ژمنه وکړي.
دافغان ښاري کاناليزاسيون او د اوبو رسولو شرکت رييس هم ددغې ادارې دکړو وړو د رپوټ په وړاندې کولو سره څرګنده کړه چې دافغان ښاري کاناليزاسيون او اوبو رسولو شرکت د اوبو رسولو او کاناليزاسيون د ستونزو دلرې کولو لپاره له وزارتونه سره د همکارۍ په لاره کې خپلې طرحې ليږلې دي چې د وزارتونو د وزيرانو د پاملرنې وړ ګرځيدلې دي او د دارالامان په ساحه کې د وزارتونو د نويو ودانيو د جوړولو دکار په پيل کيدو سره به تطبيق شي.
د دغه شرکت رييس دغه راز وويل چې د ښار جوړولو وزارت په همکارۍ به په  معيار او نقشه چمتو کړو چې ښارګوټى له مدرنو وسايلو او تکنالوجى څخه په استفادې سره خپل کثافات تصفيه او تش کړي .
په دې غونډه کې د ښار جوړولو د چارو وزارت مسوولينو هم دکابل ولايت د استالف د تخت د تفريحي پارک ساختماني طرحه د ښاري اصلاحاتو او پراختيا دعالي کميسيون غړو ته وړاندې کړه.
دجمهور رييس فوق العاده استازي ددغې طرحې په څيړنې سره د دغې طرحې دبيا څيړنې لپاره د ښار جوړولو د چارو وزارت انجنيرانو ته لازم پيشنهادونه څرګند کړل او د هغې په ساختماني نقشه کې يې د بيا کتنې غوښتنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته