سیاست

پيغام

کابل/ باختر / د وږي ديرشمه :
د سولې د نړيوالې ورځې د را رسېدلو په مناسبت د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال انجنير محمد خان پيغام
ډېر د خوښۍ ځای دی چې سږکال د سولې نړيواله ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت اود ښاغلي انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي افغانستان ترمنځ د سولې پروسه وروسته له يوې اوږدې مودې نهايي شوې او د دواړو لوريو د مشرانو لخوا د لاسليک شېبو ته انتظار باسي.
سوله د هېوادونو او ملتونو د پرمختګ او سوکالۍ اساس دی، د سولې په شتون کې کولای شوو چې د انساني ژوند له ښېګڼو څخه معقولې ګټې پورته کړو.
سږنۍ د سولې نړيواله ورځ سره له دې چې افغانانو ته د امنيت او خوښۍ پيغامونه لري، خو د نړۍ او په ځانګړي توګه د اسلامي نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې لا هم د جګړې لړۍ ادامه لري، د نړۍ ټول هېوادونه او ملتونه به تر هغه د حقيقې سولې له امتيازاتو او ګټو برخمن نه شي، تر څو يې چې د سولې په وړاندې د پرتو خنډونو او د جګړو اصلي عوامل له منځه نه وي وړي.
دا چې نړۍ اوس د يوه کلي بڼه خپله کړې، نو د نړۍ د يوې برخې جګړه په بلې مستقيمې او غير مستقيمې اغېزې لري، نور نو د دې وخت رارسېدلی چې نړيواله ټولنه د ناامنيو په وړاندې بلا امتياز، حقيقي او هر اړخيزه مبارزه پيل کړي او د يو مشخص هېواد يا ټولنې د ګټو پر ځای د ټول انسانيت ګټو ته ژمنه واوسي.
د ښاغلي انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې د پروسې نهايي کېدل د ملي وحدت حکومت يوه له هغو لاسته راوړنوڅخه ده چې په تېرو ديارلسو کلونو کې نه وه ترلاسه شوې، نړيواله ټولنه او د هېواد په داخل کې د طالبانو په ګډون ټول اړخونه بايد د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د ښاغلي انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي افغانستان ترمنځ د سولې روانه پروسه د امنيت د ټيکاو لپاره يو طلايي فرصت وبولي، او هر لوری بايد د سولې د يادې پروسې د موخو د تحقق په لار کې خپل مسؤليت په رښتيني توګه د اداء کولو له لارې د هېواد، سيمې او نړۍ په سوکالۍ کې رغنده رول ولوبوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته