امنیت

د طالبانو دوه نومول شوي ولسوالان په غزني کې ووژل شول

کابلباختر د چنګاښ ١۵مه
د غزني د جغتو او خواجه عمري ولسواليو لپاره د طالبانو دوه نومول شوي ولسوالان پرون ووژل شول .
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري باختر اژانس ته وويل چې د جغتو ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال په ابو محمد مشهور عبدالخالق او د خواجه عمري  د ولسوال ملا منير په ګډون ۱۱ وسله وال طالبان د غزني د اندړو، قره باغ او مقر په ولسواليو او د دغه ولايت په مرکزکې له پوځيانو سره په نښتو او هوايي بريدونوکې ووژل شول.
ختم -عطاالله-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته