فرهنګ

پیغام

کابل باختر د کب د مياشتې ١مه :
د افغانستان اسلامي جمهوریت
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په مناسبت؛
پیغام
۰۲-۱۲-۱۳۹۴
۲۱-۰۲-۲۰۱۶
ژبه د پوهولو، پوهېدلو، فکر، پېژندګلوۍ او کلتورساتني مهمه وسیله او د تمدُنونو بنسټیز عنصر دی. د نړۍ څه باندي شپږو زرو ژبو، که له یوې خوا د بشریت خورا ستره پانګه او د کلتورونو په زړه پوري رنګارنګي خوندي ساتلې ده له بله اړخه، هري ژبي خپلو ویونکو ته د شخصیت جوړوني د چاپیریال آساني برابره کړې ده. پر همدې اساس د ملګرو ملتونو د علمي، ساینسي او کلتوري څانګي ( یونیسکو ) په ۱۹۹۹یم، مېلادي کال، د فبرورۍ ۲۱مه، د مورنۍ ژبي نړیواله ورځ نومولې ده او د ۲۰۰۰م کال راهیسي لمانځل کېږي.
« باکیفیته تعلیم، د ښووني ژبه او د لوست ثمره » د یونیسکو لخوا، د سږ ۲۰۱۶م کال، د مورنۍ ژبي د نړیوالي ورځي مناسبتي شعار ټاکل سوی دی. دا که د هري ژبي د ویونکو او په مجموع کي د انساني ټولني لپاره د سوکالۍ موخه او منزل دی، د افغانستان لپاره، پر دغه لاره هر اړخیزو هڅو ته اړتیا ده.
موږ د مورنۍ ژبي نړیواله ورځ، د بېلابېلو ژبو او کلتوري رنګارنګیو په غني هیواد افغانستان کي، پر داسي وخت لمانځو چي، د ژبنیو ارزښتنونو او رنګارنګۍ ښکلا، مو د یووالي روحیه پیاوړي کوي او موږ د خپلي ژبنۍ او کلتوري پانګي په پاللو، د یوه هیواد د وجود پیاوړتیا ته کار کوو.
ددې ورځی په مناسبت، د ټولو ژبو د هغو درنو لیکوالو، شاعرانو، هنرمندانو، ښوونکو او خدمتګارانو څخه  چي د هیواد د ژبنۍ پانګي د ساتني او غنامندۍ په موخه زیار کاږي مننه کوم او په چارو کي بريالیتوبونه ورته غواړم.
پر ځای ده چي ګوګل ژباړونکي سیسټم ته د پښتو ژبي د ورشاملېدلو د موضوع یادونه هم دلته وکړم  چي یوازي درې ورځي وړاندي یې خبر خپور سوی او دا د افغانستان او پښتو ژبي د ویونکو لپاره مهم پرمختګ دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هیواد د هراړخیزو ارزښتونو په پاللو، په ځانګړي ډول د هیواد د ژبو او ژبنۍ پانګي ساتلو ته په ژمنتیا، ټولو هیوادوالو ته د مورنۍ ژبي د نړیوالي ورځي مبارکي وړاندي کوي.
په درناوي
عبدالباري جهاني
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته