ورزش

د توپان هرميرو د ټيم ته غوره څيرې انتخاب شوې.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢١
شپږويشتو غوره څيرو د توپان هريرود د ټيم غړيتوب ترلاسه کړ .
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د توپان هريرود د ټيم انتخاباتي سيالۍ په لويديځ  زون کې د دريو ورځو لپاره پيل شوې او پرون دتوپان هريرود ټيم ته شپږويشتو غوره څيرو په انتخابولو سره پاى ته ورسيدې .
دقيومي دڅرګندونو له مخې : په دغو سياليو کې درې ټيمونه له هرات يو ټيم له غور او يو ټيم له بادغيس څخه ګډون کړى د ى.
قيومي وويل چې دميوند اتلانو ټيم ته دغوره څيرو دپيژندنې لپاره دفوټبال انتخاباتي سيالۍ ډير ژر په جنوب لويديځ زون کې پيليږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته