امنیت

شپږ تنه تروريستان ونيول شول.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
يوه شپږ کسيزه ډله ډار اچوونکي په لغمان ولايت کې دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو له خوا ونيول شول.
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: ددغه رياست موظفينو دعملياتو په ترڅ کې د رحمت الله په مشرۍ په بيدار مشهور حبيب الرحمن ، سيد يعقوب ،عبدالصبور ،غفران او ذاهد الله په نومونو د ده د ډلې په پنځه تنه غړي چې دلغمان ولايت دمهترلام ښار اوسيدونکي دي او په لغمان ولايت کې د طالبانو دتروريستي ډلې دقوماندان عبدالواحد رحماني په لارښوونه چې دلغمان ولايت په مهترلام ښارکې يې دوسله وال بريد دترسره کولو نيت درلود له اتلسو شارژورونو سره د دريو کلاشينکوفونو ،دوه ټي ټي تومانچو او د دوربينونو او له يو شمير ډول ډول پوځي عدواتو سره ونيول.
دغه راز په يوبل اقدام کې دملي امنيت دلوى رياست موظفينو د طالبانو د ډلې غړى ممتاز چې دالينګار ولسوالۍ اوسيدونکى دى اوغوښتل٢٩ کيلوګرامه اپين ديو کرولا موټر په واسطه د لغمان له و لايت څخه دننګرهار ولايت دخوږياڼيو ولسوالۍ ته وليږدوي د لغمان ولايت دمهترلام ښار په مربوطاتو کې ونيوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته