کابل، د لېندۍ لومړۍ نېټه، باختر
کورنیو چارو وزارت په کندهار ولایت کې په نشه يي توکو د روږدو ۵۷ کسانو د درملنې خبر ورکوي.
دغه وزارت ویلي چې د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو کندهار کې په نشه يي توکو د روږدي ۵۷ تنه چې پخوا یې د کندهار ښار له څنډو راټول کړي وو، له بیستر او درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل.
یاد وزارت زیاته کړې چې په ورته وخت کې د نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د کابل ښار له بېلابېلو برخو په نشه يي توکو روږدي ۵۰ کسان راټول کړي او د درملنې لپاره یې روغتیایي پنډغالو ته لېږدولي دي.