ټولنه

د بيرغ ملي ورځ په پنجشير کې ونمانځل شوه

کابل / باختر/ د زمري ٨مه
د بيرغ ملي ورځ نن د پنجشير په مرکز بازارک کې د هېواد د ملي بيرغ په درولو سره ونمانځل شوه.
د پنجشير ولايت د مقام مرستيال محمد امين صديقي د بيرغونو د درولو په وخت کې په داسې حال کې چې د دولتي ادارو رييسان قومي مخور او ځوانان هم ورسره وو، وويل: بيرغ د هېوادونو د ملي هويت ښکارندوى دى او بيرغ ته درناوى د هېوادونو د خلکو ترمنځ د پيوستون سبب کېږي.
هغه زياته کړه چې دغه پروګرام د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کاليزې په درناوي پيل شوى دى.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته