سیاست

تبصره

کابل باختر د تلې  لسمه :
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير محمود قريشي وروستۍ خبرې چې وايي د دغه هېواد جنرالان او استخبارات د خپل هېواد له ملي ګټو څخه دطالبانو د ډلې ملاتړ کوي، له نړيوالې ټولنې څخه د باج اخستنې لپاره د پاکستان له لوري يو بل حرکت  دى .
د باختر آژانس مفسر ليکي:
  د پاکستان د بهرنيو چارو وزير محمود قريشي په خپلو وروستيو څرګندونوکې ويلي دي چې د دغه هېواد د اردو جنرالانو او استخباراتو د پاکستان د ملي ګټو په خاطر د طالبانو ملاتړ کړى دى .
  دا د پاکستان د يوه حکومتي مقام هغه هم په يو مهم نړيوال مجلس کې د څرګند او په ډاګه اعتراف دى، په داسې حال کې چې پاکستان په تيرو وختونوکې له طالبانو سره خپلې هر راز اړيکې او همکارۍ ردې کړې وې.
د دغه جګپوړي پاکستاني ديپلومات خبرې يو لړ پيغامونه لري چې په لومړي ګام کې دا بيانوي چې طالبان د پاکستان د ملي ګټو يوه برخه ده او داپاکستان دى چې د دغې ډلې د حرکت تګلورى مشخص کوي .
د افغانستان دولت او د هغه نړيوالو دوستانو تل هڅه کړې ده تر څو له هغو طالبانو سره چې د دولت د وسله والو مخالفانو اصلي جناح  تشکيلوي، سياسي خبروته ور ودانګي او له دغې ډلې سره ستونزې د مفاهمې او ديالوک له لارې حل کړي. خو محمود قريشي په خپلو نويو څرګندونو سره هلې ځلې وکړې دغه مسئله تفهيم کړي چې له طالبانو سره د سولې تګلورى د پاکستان له دهليز څخه تيريږي او دا پاکستان دى چې طالبانو ته سمون ورکوي او په دې ترتيب قريشي هلې ځلې وکړې چې نړيواله ټولنه نويو باج ورکونو ته اړ ه کړي، هغه هم په داسې وخت کې چې پاکستان له ډار اچوونکو سره د ملاتړ په برخه کې د امريکا او د نورو هېوادونو له تندو نيوکو او غبرګونونو سره  مخامخ دى او د نړيوالې ټولنې له خوا د پاکستان تجريديدل  يو حتمي کار ښيي.
هغه څه چې محمود قريشي ويلي دي د هغو خبرو تکرار دى چې په وار وار افغان، امريکايي او هندي مقاماتو بيان کړي دي. نن که چيرې قريشي له طالبانو سره په ملاتړ اعتراف کوي، کلونه کلونه مخکې نړيوالې ټولنې پاکستان د ډار اچوونکو ډلو ملاتړى بللى و. سره له دې چې دغه مسئله روښانه او څرګنده ده، د امريکا او د لويديځو هېوادونو له خوا د پاکستان په وړاندې يو ډول مانا لرونکې چوپتيا غوره شوې وه او دا ښيي چې په پټه کې له پاکستان سره د سياسي معاملې بازار ګرم دى. که نه هغه نورهېوادونه چې دامريکا او دهغې دلويديځو متحدينو له خوا خپلسري هېوادونه بلل کيدل، په بېلابېلو ډولونو تنبيه شول. ايران، شمالي کوريا، عراق، سوريه، ليبيا او آن روسيه او چين، خو د پاکستان په برخه کې زياته چوپتيا او زغم  په پام کې و .
څرګنده خبره دا ده چې طالبان نه يواځې د پاکستان لپاره بلکې د خليج د حوزې او د لويديځ  د يوشمېر هېوادونو لپاره هم يوه ابزاري ډله ده. هغه ډله چې اوس يې ځان د سياسي معاملو په بازارکې قدرتمند موندلى دى او ځان د يوه قدرت په توګه طرحه کوي. هم روسان، هم امريکايان، هم چينايان، عربان او پاکستانيان هغوى ته شين څراغ  ښيي. دليل  دا دى هغه ډله چې د يوه خاص هېواد دګټو لپاره رامنځته شوه، په سياسي لوبه کې قوي او اغيزمنه  معرفي شوه او اوس هم په سياسي باج اخستنوکې د لوبې يوه ښه پاڼه ده چې له شک پرته د دغې ډلې  وده د هغو هېوادونو د غلطو او له اشتباه ډکو سياستونو پايله ده چې يا يې له ډار اچونې سره د مبارزې نړيوال ائتلاف اداره کړ، يا د دغه ائتلاف غړي وو.
هغه سيمه ييز سياستونه چې د پاکستان د باج اخستنو بازار يې ګرم کړ او هغه تروريستي ډله چې بايد له منځه وړل شوې واى، په سيمه ييزو لوبوکې په يوه اغيزمن عامل بدله شوه .
لا تراوسه پورې هم فرصت شتون لري چې بايد د پاکستان په کنترولولو او له ډار اچوونکو څخه د دغه هېواد په لرې کولو کې ترسره کړو .
ډيره ښه لاره له بېلابېلو اړخونو څخه د دغه هېواد تنبيه کول دي. که نه اوس چې طالبان د پاکستان ګټې معرفي کيږي، سبا به دغه ډله په سيمه او له هغې څخه بهر د پاکستان د ماجرا غوښتوونکو مقصدونو لپاره د دغه هېواد علني عسکر معرفي شي .
دغه راز د پاکستان د ملي ګټو په توګه له طالبانوڅخه د پاکستاني مقاماتو تعريف د طالبانو د مشرانو په مخ يوه کلکه څپېړه ده چې ځان افغان او خپله جګړه جهاد بولي، خو خپل  هېواد د پرديو د ګټو لپاره ورانوي .
  ختم-  ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته