کابل- باختر دکب دمياشتې ٢
دبلخ ولايت پوليسو په تيرو دوو مياشتو کې په دغه ولايت کې له ملکي وګړو څخه درې سوه پوځي جامې د راټولولو خبر ورکړى دى.
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر مل پاسوال عبدالرزاق قادري دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو راټول شويو جامو کې دملي اردو ، ملي پوليسو او دعامه نظم دپوليسو پطلونونه ،جمپرونه او بوټان شامل دي.
ده زياته کړه چې له ملکي وګړو څخه دپوځي جامو راټولول په دغه ولايت کې دښه امنيت په تامينولو کې به ګتور وي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ