کابل باختر د ثور دمياشتې ٢٠ :
په بغلان ولايت کې په دې وروستيو وختوکې د سيلاوونو د راوتلو له امله ٥١ زيانمنو شوېوکورنيو نن د افغاني سرې مياشتې د عالي ټولنې د لګښتي مالونو څخه ګټه وا خيسته.
د دوشي ولسوال شمس الدين سرحدي د باختر آژانس خبريال ته وويل : يوپنځوس کورنۍ د دوشي ولسوالۍ د کفترخانې اوکيله ګي په سيموکې د سيلاوونو د راوتلو له امله زيانمنې شوې دي.
د يادونې وړ ده چې د دوشي او مرکزي بغلان په ولسواليوکې په دې وروستيو وختوکې د سيلاوونو د را وتلو امله د استوګنې ١٣٩ کورونه او ٢٧٩جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې او څه ناڅه ٢٩٠ څاروي له منځه تللي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ