ورزش

ورزشکاران د ملت د خوښیو، سولې، روغتیا او ورورولۍ سفیران دي

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې ١٢ مه
ورزشکاران د ملت د خوښیو، سولې، روغتیا او ورورولۍ سفیران دي.
دغه خبره د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال په هغو مراسمو کې وکړه چې د اجرائيه ریاست د لومړي معاونیت له خوا د هېواد د وتلي ازاد ورزشکار باز محمد مبارز ته د هغه د وروستيو لاسته راوړنو په خاطر نیول شوي و.
باز محمد مبارز څو ورځې وړاندې روسیې ته د خپل سیال مکسیم کتکوف سره د مبارزې په خاطر روسيې ته سفروکړ او په ډېره مېړانه او شجاعت سره يې خپل سیال ته ماته ورکړه.
لومړي مرستيال د هېواد ټول ورزشکاران وستايل او دوی یې د خلکو د خوښۍ سفيران وګڼل، لومړي مرستيال همدا رانګه زیاته کړه چې د افغانستان ورزشي لوبغاړي په کمو امکاناتو سره لويې لاسته راوړنې لري.
لومړي مرستيال همدارنګه وویل چې د ملي یووالي حکومت به له ټولو لوبغاړو څخه په پوره توګه ملاتړ کوي او د کرکټ او فوټبال وروستي بریالیتوبونه يې د افغان لوبغاړو د لوړ عزم او حوصلي ښکارندوی وبلل.
باز محمد مبارز له لومړي مرستيال څخه مننه وکړه، او زیاته یې کړه چې د ملي یووالي حکومت ورسره په ټول توان ملاتړ کړی، ده همدا رنګه زیاته کړه چې ورزشکار د ملي یووالي په ټینګښت کې مهم رول لري، او هڅه يې کړې چې داسې پېغامونه تر خلکو ورسوي چې د ملي یووالي سبب وګرځي.
په پای کې د اجرائيه ریاست لومړي مرستيال د افغانستان د رزمي لوبو فدراسیون رئیس نور الله شاهرخي ته د ښه مدېریت او باز محمد مبارز ته د دغې لویې بریا د مبارکۍ په خاطر ستاینلیکونه ورکړل او ورزش کارانو ته يې په راتلونکي کې هم د خپل ملاتړ څخه ډاډ ورکړ. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته