امنیت

د بدخشان ولايت د يمګان ولسوالۍ د دولتي ځواکونو لاس ته ورغله

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٣١
د بدخشان ولايت د يمګان ولسوالۍ په دولتي واکمنۍ لاندې ونيول شوه.
دکورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي دباختر آژانس خبريال ته وويل: امنيتي ځواکونه نن سهار د يمګان ولسوالۍ ته ورسيدل او د دغې ولسوالۍ کنترول يې بيا ترلاسه کړ.
د صديقي د څرګندونو له مخې: د يمګان ولسوالۍ د بېرته نيولو په بهيرکې ١٢٠ تنه تروريستان وژل شوي او د قاري شکرالله په ګډون د هغوى ٦ تنه مشهور قوماندانان په وژل شويو کسانوکې شامل دي.
دبدخشان ولايت د يمګان ولسوالۍ دوه اوونۍ مخکې دلسګونو تنو تروريستانو له بريد وروسته چې زياتره يې بهرني اتباع وو؛ د مخالفينو لاس ته ورغله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته