ټولنه

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت خبرتيا

کابل باختر  دغبرګولي  دريمه :
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت  خبرتيا
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دمعينيت تل  دملي او خصوصي مرکزونو په همکارۍ  ځوانانو ته دروزنيزو ، ورزشي ، فني اوحرفوي او دروغتيايي خدمتونو دزمينو دبرابرولو لپاره  هلې ځلې کوي دغې  ادارې  دخصوصي لوړو زده کړو او دنيمه لوړو زده کړو له  موسسو سره دخپلو تفاهم ليکونو په دوام دا دى د٥٠٠ تنو ځوانانو لپاره دملي شورا په سړک کې  ددريمې کارتې په ساحه کې دعلامه دلوړوزده کړو او د ٤٠٠ تنو ځوانانو دجذبولو لپاره دمارکيټ په څلور لاره کې په څلورمه ناحيه کې دپيام دلوړو زده کړې له موسسې په تخفيف سره لاسليک کړي دي
په دغو موسسو کې دنوم دليکلو موده محدوده ده له همدې امله له علاقمندو ځوانانو  څخه غوښتنه کيږي چې دنوم ليکنې  او له دغه تخفيف  څخه داستفادې لپاره له دوو عکسونو او د تذکرې  له فوتوکاپي سره  دسهار له اتو بجو څخه تر څلورو بجو پورې په پل باغ عمومي کې دځوانانو دچارو معينيت ته ورشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته