کابل د کب ٢٣ مه باختر
يوې مور په ننګرهار کې پنځه ګونې ماشومان وزېږول.
د ننګرهار د مرکزي روغتون ډاکټرانو د دغې مور او ماشومانو روغتيايي حالت ښه بللى دى.
ويل کېږي په دغو پنځه ګونو کې څلورنجونې او يوهلک دى.
د ننګرهار د مرکزي روغتون د نسايي او ولادي څانګې مسوولې ډاکټرې روشن احمدي د باختر اژانس خبريال ته وويل: دغه ماشومان د يوې احتياطي دورې د تېرولو په مقصد يوې ځانګړې څانګې ته لېږدول کېږي.
د دغو ماشومانو پلار نورالحق وايي: دا چې خداى ج د پنځو ماشومانو پلار کړ ډېر خوشحال دى.
څو ورځې مخکې هم د ننګرهار په مرکزي روغتون کې يوې مورڅلور ماشومان زيږولي وو.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ