۱۰۰ ورځې

د سمنګانو د انتخاباتو د خپلواک کميسيون په دفترکې ٣٤ شکايتونه ثبت شوي دي

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٨
د سمنګانو ولايت د انتخاباتي شکايتونو په ولايتي دفترکې ٣٤ شکايتونه ثبت شوي دي .
ددغه دفتر منشي عبدالعظيم عظيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دوى دجمهوري رياست د انتخاباتو د ترسره کولو له ورځې څخه تر ٤٨ ساعتو پورې چې د شکايتونو دليکلو وخت د سمنګانو ولايت د انتخاباتي شکايتونو په کميسيون کې ٣٤ شکايتونه ليکلي دي چې له دې جملې څخه ٣٢ يې په ليکلي ډول او دوه يې په شفاهي ډول ثبت شوي دي.
د ده د څرګندونو له مخې: د دغو ليکل شويو شکايتونو له جملې څخه ١٩ يې د انتخاباتي کارکوونکو پرخلاف دي او نوريې د دوو نوماندانو د انتخاباتي مرکزونو د مسوولينو او امنيتي مسوولينو پرخلاف دي .
ده څرګنده کړه: په هغو شکايتونوکې چې د نوماندانو پرخلاف ليکل شوي دي؛ سرغړونې دي او د کميسيون دکارکوونکو پرخلاف شکايتونه په رايې ورکولوکې بې نظمي، کورنيو او بهرنيو کتوونکوته د اجازې د نه ورکولو او د رايې ورکولو د صندوقونو ډکول او نور موارد دي چې همدا اوس ددغو شکايتونو څيړنه پيل شوې ده او د قانون له مخې به وڅيړل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته