امنیت

په فراه کې دمرګانيو نښتو دوام

کابل باختر دتلي پنځلسمه :
په فراه ولايت کې دوسله والو طالبانو او دامنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې دوام لري .  په نوي مورد کې  په بالابلوک کې سخته جګړه شوې ده .
دغه جګړه دپوځيانو په پوستو دوسله والو طالبانو له ډله ئيز بريد وروسته ونښته .  په فراه کې دملي اردو دځواکونو وياندحشمت الله احمد دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دملي اردو درې تنه سرتيري شهيدان شول .
ده وويل چې ددغې نښتې په بهير کې  کومکي ځواکونه ساحې ته ورسيدل او طالبانو دتيښتې لاره غوره کړه .  په همدې حال کې ويل کيږي چې پوځيانوپه ساحه کې عمليات پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته