کابل – باختر دلړم دمياشتې ١
نهه تنه پاکستاني طالبان تيره شپه په نورستان ولايت کې له افغان سرحدي ځواکونو سره دنښتې په بهير کې ووژل شول .
په دې نښته کې چې دکامديش ولسوالۍ په يوه سرحدي سيمه کې وشوه درې تنه نور جګړه ماران ټپيان شول .
نښته هغه وخت پيل شوه چې پاکستاني طالبانو د افغان جګړه مارانو په همکارۍ له پاکستان څخه دافغان سرحدي پوليسو په يوې پوستې بريد وکړ .
دنورستان ولايت دسرحدي پوليسو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل : چې په دې يوساعته نښته کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور يې ټپيان شول .
ده زياته کړه نور يرغلګر طالبان دنښتې په بهير کې بيرته پاکستان ته وتښتيدل.
دپوليسو ددغه قوماندان دڅرګندونو له مخې ، په دې نښته کې ديوتن افغان سرحدي ساتونکى هم ټپي شوى دى .
دنورستان ولايت دافغانستان په ختيځ کې له پاکستان سره د درې سوه شلو کيلو مترو په اوږدوالي دګډې پولې په لرلو سره دوسله والو طالبانو په ګډون دتروريستي ډلو دشتون او فعاليت شاهد دى .
0 1 دقیقه لوستل