ټولنه

په کونړ کې سلګونو کورنیو بشردوستانه مرستې ترلاسه کړې

۱۱- کابل / د سلواغې ٧ مه / باختر
په کونړ کې پر سلګونو اړو کورنیو خوراکي توکي او د کور وسایل ووېشل شول.
دغه کورنۍ د ناامنیو او د کروناویروس د خپرېدو له امله زیانمنې شوې دي او سملاسي بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
د کونړ د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دې دوره کې پر ۳۵۰ کورنیو اوړه، غوړي، لوبیا، دال، د ماشومانو خواړه او د پخلنځي وسایل وېشل شول.
دغه مرستې د ملي دسترخوان پروګرام، یونېسف او د نړۍ خوړو سازمان پر اړو کسانو ووېشلې.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته