امنیت

د وسله والو طالبانو د ډلې د يوه قوماندان ورور په چاودنه کې ړوند شو

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٨
په ننګرهارکې د يوه ځانمرګي واسکټ د چاودنې له امله نن سهار اته تنه تروريست طالبان ووژل شول او د يوه قوماندان ورور پکې ړوند شو .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
د طالبانو تروريستي ډلې د ننګرهار ولايت د غني خيلو په ولسوالۍ پورې اړوند د خوشحال مدرسې ته څېرمه غوښتل چې د دولت پرکارکوونکو او امنيتي ځواکونو ځانمرګي بريدونه وکړي چې د چاوديدونکي واسکټ د برابرولو په وخت کې، واسکټ په خپله پر ده وچاوديد چې له امله يې اته تنه تروريست طالبان ووژل شول.
وژل شويوکسانو د وسله والو طالبانو د ډلې په يوه قوماندان حضرت نبي فيصل پورې اړه درلود چې ورور يې په دې پيښه په سترګه ټپي او ړوند شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته