سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

نړۍ بايد له امريکا څخه د متابعت وېره له ځان څخه لرې کړي

کابل، د غبرګولي ۲۹ مه، باختر

د اسلامي امارت وياند ټينګار کوي، چې په افغانستان کې له موجود نظام سره سياسي تعامل د ټولو په ګټه دى، له اسلامي امارت سره سياسي تعامل دا فرصت برابروي، چې نړۍ په مستقيم ډول خپلې نظر يې له اسلامي امارت سره مطرح کړي.

د باختر آژانس مبصرليکي؛ د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد له يو شمېر رسنيو او خبريالانو سره په مرکه کې  چې د واتسپ له لارې تر سره شوې ده ويلي دي ” له اسلامي امارت سره سياسي تعامل د ټولو په ګټه دى، له اسلامي امارت سره  د تعامل د لارې غوره کول د دې امکان برابروي چې نړۍ په رسمي ډول د خپلو اندېښنو په اړه له اسلامي امارت سره خبرې وکړي.”

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرحه شوي، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا برياليتوب څخه د څه ناڅه لسو مياشتو په تېرېدو سره په دغه هېواد کې نوی نظام د کوم هېواد له خوا په رسميت نه دى پيژندل شوى، امريکا ټينګار کوي چې د دغه هېواد له لوري په افغانستان کې د اسلامي امارت په رسميت پيژندل په هغو شرايطو پورې اړه لري چې د سپيني ماڼۍ له خوا بيان شوي دي، امريکا په افغانستان کې د ټولمنلي حکومت په جوړولو، د اقليتونو د حقوقو په رعايتولو، د ښووني او روزنې بهير ته د افغانستان د ټولو خلکو د يو شان لاسرسي د زميني په برابرولو، له تروريستي سازمانونو او ډلو څخه د اسلامي امارت په لرې والي او د بشر حقوقو په رعايتولو ټينګار کوي.

له بده مرغه يو زيات شمېر هېوادونو له امريکا څخه په پيروي سره نه دي حاضر شوي چې په افغانستان کې اسلامي امارت په رسميت وپيژني، په داسې حال کې چې اسلامي امارت د نړيوالو کنوانسيونونو په بنسټ عمل کړى او له امريکا سره یې د دوحې د هوکړه ليک درناوى کړى دى، د نورو هېوادونو په وړاندې له افغانستان څخه امنيتي انديښنې لرې کړې دي او په دې یې تينګار درلود چې په افغانستان کې ډار اچوونکو ته  پټنځاى شتون نلري، که چېرې  خبره په هېواد کې د ټولمنلي حکومت جوړول وي په دغه هېواد کې ټولو مېشتو قومونو او مليتونو ځانونه په دې حکومت کې ليدلي، خو معلومه نه ده چې امريکا په افغانستان کې له ټولمنلي حکومت څخه څه تعريف لري.

امريکا د دې ترڅنګ چې خپله له اسلامي امارت سره  د تعامل په لاره کې ګام نه دى اخيستى د دې مخه يې هم نيولې چې نور هېوادونه هم دغه ونه کړي، ځکه امريکا د اسلامي امارت د برياليتوب په لومړۍ ورځ  ويلي وو، هر هېواد چې په افغانستان کې نوى نظام په رسميت وپېژني د امريکا له خوا به د بنديزونو له مجازاتو سره مخ شي.

مجاهد په خپلې وروستۍ مرکه کې همدې مسئلې ته اشاره کړې او ويلي یې دي: “دغه هېواد (امريکا) اجازه نه ورکوي، چې نور هېوادونه په دې تګلوري حرکت وکړي او خپله هم په دې برخه کې کوم ګام نه دى پورته کړى.”

هغه په څرګند ډول ويلي دي” تر هغه ځايه پورې چې د بهرنيو هېوادونو له لوري رسميت پيژندلو طرحه ده، زه فکر کوم چې د امريکا متحده ايالات ستر خنډ دى.”

په داسې حال کې چې اسلامي امارت د رسميت پيژندلو لپاره ټول شرايط بشپړ کړي دي.

د افغانستان د خلکو په نظر امريکا او د هغه متحدين بايد په لومړي ګام کې په افغانستان کې له ټولمنلي حکومت څخه خپل تعريف بيان کړي، که چېرې خبره د تېرو شلو کلونو د حکومتونو په شان او د نظام په بدنه کې د بهرنيو هېوادونو د مهرو د ځاى پر ځاى کولو په شان د پراخ بنسټه حکومت جوړول وي نور دا کار امکان نلري ځکه د افغانستان حکومت خپلواک دى او د عمل پروګرامونه لري په داسې حال کې چې  دا په پخوانيو حکومتونو کې دا راټولې شوې مهرې وې چې په دوه ګوني تابعيت سره د افغانانو ملي ارزښتونو ته وفاداره نه و،  له ملي ګټو څخه يې کوم تعريف نه درلود بلکي د ډول ډول فساد په رواجولو او د عامه شتمنيو په لوټولو سره يې په بهرنيو هېوادونو کې چې د هغو تابيعت لري شاهانه ژوند کوي او د ماڼيو خاوندان دي، نور نو په افغانستان کې دغو څيرو ته ځاى نشته، همدا دليل دى چې امريکا او د هغه متحدين يي په افغانستان کې د اوسني حکومت له ډول او محتوا څخه ناراضه کړي دي ښه ده چې امريکا او د هغه متحدين  په افغانستان کې  له خپلو اغراضي پلانونو څخه لاس واخلي  او ښه  فکر او عمل وکړي، دغه راز نورو هېوادونو ته هم لازمه ده چې له امريکا څخه د متابعت وېره له ځانه څخه لرې کړي  او د ځان او د افغانانو ترمنځ د متقابلو ګټو پر بنسټ تصميم ونيسي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته