اقتصاد

ډاکتر عبدالله عبدالله : په افغانستان کې دسوداګرو له پانګونې مثبت رول او شتون له امله مننه کوو .

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
دهېواد اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله دروژه ماتې په هغه پروګرام کې ګډون وکړ چې دسوداګرو ،. پانګې اچوونکو او دافغانستان دسوداګرۍ  او صنايعو دخونو دغړو په وياړ په اجراييه رياست کې جوړ شوى و .
  داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ . په دې مجلس  کې اجراييه رييس په افغانستان کې دپانګې اچوونکو درول او مثبت شتون او دکار دبرابرولو او دملي ودې او پراختيا دملاتړ  له امله قدرداني  وکړه او له ستونزو او مشکلاتو  سره سره يې  دپانګې اچوونکو په هراړخيز  ملاتړ کې دحکومت ژمنه  څرګنده کړه .
دسوداګرۍ دخونو مرستيال خان جان الکوزي دهېواد دسوداګرو په استازيتوب داجراييه رياست دميلمستيا له امله د قدرداني  په څرګندولو سره دوزيرانو په شورا ، کابينه ،  په اقتصادي عالي شورا اودوزيرانو شورا په اقتصادي  کميټه کې له سوداګرو او پانګې اچوونکو سره داجراييه رياست دهراړخيزو ملاتړ له امله  قدرداني وکړه او دحکومت تر څنګ يې ، ملي وده او پراختيا کې دسوداګرو دشتون ډاډ ورکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته