ټولنه

دهمدرۍ پيغام

کابل / دمرغومي ١١مه / باختر :
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  دمشرتابه دډاډ ګيرنې پيغام .
په ژورې  خواشيني سره مو خبرترلاسه کړ چې آصف  جلالي هغه هنرمندچې خپه زړونه يې  خوشحالول او دخلکو په شونډو يې موسکا کرله په پاى کې وفات شو او ټول يې  غمجن کړل .
دسينما او تمثيل دهنر مستعد هنرمند اصف جلالي دخپل عمر کلونه يې دتمثيل او سينما دهنر په برخه  کې  دنورو دخوشحالۍ  او موسکا په خاطر تېر کړل  خو مرګ  ددې مجال ورنه کړ  چې هغه بيا  نور کسان وخندوي .
نور شونې نه دى  څوک  دهغه ځاى  ونيسي  او دروزګار له درد اوکړاو څخه ستړو زړونو ته لږ تر لږه ديوې شيبې لپاره خوشحالي زياته کړي .
دهغه مړينه  دسينما او تمثيل دهنر په برخه کې ضايعه ده .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت مشرتوب  دارواښاد کورنى او خپلوانو ، هنرمندانو او دسينما اوتمثيل دهنر مينه والو ته دډاډ ګيرنې اوهمدردۍ مراتب  څرګندوي او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوي .
  ختم- ف _ اکرم                                     

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته