کابل /دمرغومي ٣مه /باختر :
دبغلان مستوفيت په عوايدو کې سږ کال دتېرکال په پرتله څه دپاسه دولس ميليونه افغانۍ زياتوالي راغلى دى .
دبغلان مستوفي عبدالهادي باور دباختراژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل چې ددغه ولايت دمستوفيت دادارې ټول عوايد څه دپاسه څلورسوه درې څلويښتو ميليونو افغانيو ته رسيدلې دى . چې دتېرکال په پرتله څه دپاسه دولس ميليونه افغانۍ زياتوالي ښيي .
هغه زياته کړه چې دغه عوايد دښار داصنافو، دماليې ، بيه لرونکو پاڼو ، ترانسپورت ، کانونو اودکارکوونکو له معاشونو څخه دماليې له پلوه او له نورو برخو څخه راټول کړى شوي دي .
هغه په نږدې راتلونکې کې په برېښنايي ډول دمالياتو دراټولولو دڅانګې دجوړولو خبرورکړ ، او زياته يې کړه چې دغه سيستم هم ماليه ورکوونکو ته اسانتياوې رامنځته کوي او هم دشفافيت او مالي فساد دکمښت په برخه کې اغيزمن دى .
ختم_ ج _ اکرم