امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په لغمان کې ووژل شول.

کابل باختر دوږي  اوولسمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان  په لغمان  ولايت  کې  دپوځي عملياتو په بهيرکې   ووژل شول.          
دغه عمليات دډار اچوونکو له شتون څخه  دلغمان ولايت دپاکولوپه مقصد پيل شوي دي .                              
دهېواد په ختيځ  کې  يو جګپوړي امنيتي  قوماندان باخترآژانس ته وويل چې ددغو عملياتو په يوه ورځ کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول
ده دغه راز وويل  چې پوځيانو په دغوعملياتو کې ددولت شاهي او دالينګار دولسوالۍ ځينې سيمې  دډار اچوونکو له شتون څخه پاک کړي دي .
پوځيانو په دغو عملياتو کې د ډار اچوونکو په لسګونو جنګي وسايل ترلاسه کړي دي او دهغوى په لسګونو  پټنځي يې  دړې وړې کړي دي .
دغه قوماندان وايي  چې  دغه عمليات به  دډار اچوونکو له شتون څخه دلغمان ولايت  تر بشپړ پاکولو پورې  دوام وکړي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته