ورزش

افغان ورزشکار وروستۍ پړاوته لاره وموندله

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٣٠
دافغانستان د اووشو ورزشکار خالد هوتک له روسيې اوويتنام له هيوادونو څخه خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره په اندونيزيا کې دنړۍ د اووشو دستورو دسياليو وروستۍ پړاو ته لاره وموندله او په دغو سياليو کې يې دسرو زرو مډال قطعي کړ.
باختر آژانس داولمپيک دملي کميټې ديو خبرځاى دمعلوماتو له مخې: دافغانستان د اووشو لوبغاړى خالد هوتک دنړۍ دستورو په سياليو کې په خپله لومړي لوبه کې خپل روسيې سيال ته ماتې ورکړه او نيمه وروستۍ پړاوته يې لاره وموندله چې په نيمه وروستۍ پړاو کې يې په يوه په زړه پورې لوبه کې وکولاى شو. دصفر په وړاندې په د دوسره خپل ويتنامي سيال ته ماتې ورکړي او په اندونيزيا کې دنړۍ د اووشو دستورو دسياليو وروستۍ پړاوته لاره ومومي.
دغه سيالۍ دنړۍ داتيا هيوادونو د ورزشکارانو په ګډون دنوامبر دمياشتې له نولسمې نيټې څخه په اندونيزيا کې پيل شوي دي  چې دنوامبر په دوو ويشتمه نيټه پاى ته رسيږي.
خالد هوتک دسره زرو دمډال دترلاسه کولو لپاره په وروستي پړاو کې بايد نن شپه خپل فلپيني سيال ته ماتې ورکړي.
دافغانستان د اووشو دغه ښه لوبغاړى مخکې له دې په ماليزيا کې ددغې څانګې له نړيوالو سياليو څخه دبرونز د مډال په ترلاسه کولو سره بريالى شوى و .
دافغانستان په نمايندګۍ په دغو سياليو کې دګډون جواز ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته