ټولنه

د هغې پېښې په اړه چې د معترضینو د خیمو د ټولولو پر مهال اوړمه شپه پېښه شوه مطبوعاتي اعلامیه

کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ٣١ مه
د قانون په چوکاټ کې سوله‌ییزې مدني مظاهرې، د ټولو وطنوالو حق دی.
له وروستۍ تروریستي پېښې وروسته یو شمېر وطنوالو د مظاهرو او د خیمو لګولو له لارې خپلې مدني غوښتنې مطرح کړې.
د ملي شورا د غړو له هڅو او د کابل ښار د بېلابېلو اقشارو له غوښتنو وروسته اوړمه شپه امنیتي ځواکونو د معترضینو د خیمو د راټولولو په خاطر ګام پورته کړ.
په خواشینۍ سره چې د خیمو د راټولولو پر مهال یو تن معترض خپل ژوند له لاسه ورکړ او یو شمېر نور ټپیان شول.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې دجمهوررييس دوياند دفترله لارې باخترآژانس ته رارسيدلې ده ويل شوې ده
جمهوررئیس په یادې پېښې د ژورې خواشینۍ د څرګندولو تر څنګ یو ځل بیا د هېوادوالو په مدني حق، سوله ییزو مظاهرو او مدني آزادیو ټینګار کوي او مسوولانو ته یې لارښوونه کړې ده چې د اوړمې شپې جزئیات وارزوي او اصلي عاملان یې له پيژندو وروسته د هېواد له نافذه قوانینو سره سم مجازات کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته