امنیت

د تاوتريخجن افراطيت پر وړاندې په مبارزې ټينګار وشو

کابل- باختر د غويي د مياشتې ٧ مه د سولې او يووالي بنسټ له لوري هلمند کې د تاوتريخجن افراطيت پر وړاندې          د ملي ستراتيژي جوړولو يو ورځنی سيمينار جوړ شو .
په دې سيمينار کې هلمند والي حيات الله حيات، د بېلابېلو ادارو مسُوولينو، قومي مشرانو، ښځو او مدني بنسټونو ګډون درلود
په سيمنيار کې د بحث کوونکو له لوري د تاوتريخجن افراطيت عوامل، جګړه،  د تعليم کچې ټيټوالی، کورنی تاوتريخوالی، اجباري  ودونه او يو شمېر نور موارد په ګوته شول.
دوئ  وويل، چې ددې ناوړه پدېدې  دله منځه وړلوپه  برخه کې ديني عالمان، ټولنيز بنسټونه، پوهنتونونه، ښوونځي او قومي مشران ښه ونډه  لرلی شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته